27 چې کله په سرائى کښې يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه چې خپل خرۀ له خوراک ورکړى نو د بوجۍ په خولۀ کښې يې روپۍ وليدلې.
مونږ سره ډېر بوس او واښۀ شته او ستاسو د پاتې کېدو دپاره حُجره هم شته.“
د هغۀ وروڼو چې کومه غله اخستې وه د هغې نه يې خپل خرونه بار کړل او بيا دوئ لاړل.
نو چې کله هغوئ خپلې بوجۍ تشولې نو هر يو کس د روپو کڅوړې وموندلې، او چې روپۍ يې وليدلې، نو هغوئ او د هغوئ پلار ويرېدل.
چې کله يې هغوئ کور ته راروان کړى وُو، هغوئ ويرېدل او فکر يې کولو چې، ”مونږ ته په وړومبى ځل چې کومې روپۍ واپس کړے شوې وې د هغې په وجه يې دلته راروان کړى يُو. دوئ به ناڅاپى په مونږ حمله وکړى، زمونږ خرۀ به بوځى او مونږ به خپل غلامان کړى.“
نو هغوئ زر زر خپلې بوجۍ زمکې ته راکوزې کړې او هر يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه.
د مِصر په لاره په يو سرائى کښې مالِک خُدائ موسىٰ له د دې دپاره راغلو چې هغه ووژنى.
هغه ورغلو او د هغۀ زخمونه يې په تېلو او ميو ووينځل او پټۍ يې پرې ولګوله او بيا يې په خپل څاروى سور کړو او يو سرائى ته يې د ځان سره بوتلو او هلته يې د هغۀ خِدمت وکړو.
او د هغې اول زوئ پېدا شو. هغې هغه په اوړنى کښې ونغښتو او په يو اخور کښې يې کېښودو ځکه چې په سرائى کښې د هغوئ دپاره ځائ نۀ وو.