26 د هغۀ وروڼو چې کومه غله اخستې وه د هغې نه يې خپل خرونه بار کړل او بيا دوئ لاړل.
چې دا ثابِته شى چې تاسو رښتونى يئ، ستاسو نه به يو کس په قېدخانه کښې بند وى، باقى نور ټول تلے شئ او چې کومه غله تاسو اخستې ده هغه خپلو قحط وهلو خلقو له يوسئ.
خو تاسو به خامخا خپل کشرے ورور ما له راولئ. د دې نه به دا ثابِته شى چې تاسو رښتيا وايئ او زۀ به تاسو نۀ وژنم.“ نو هغوئ دې ته راضى شول
يوسف حُکم ورکړو چې د هغۀ د وروڼو بوجۍ د غلې نه ډکې کړئ، د هر يو کس روپۍ واپس د هغۀ په بوجۍ کښې کېږدئ او هغوئ له د سفر دپاره خوراک هم ورکړئ. او هم دغه شان يې ورسره وکړل.
چې کله په سرائى کښې يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه چې خپل خرۀ له خوراک ورکړى نو د بوجۍ په خولۀ کښې يې روپۍ وليدلې.
ولې تۀ د هغې لوئ طاقت باندې اعتبار کولے شې چې هغه به ستا مدد وکړى؟ تۀ په دې باندې دا يقين کولے شې څۀ چې دا به ستا دپاره کار وکړى؟