Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 42:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 يوسف حُکم ورکړو چې د هغۀ د وروڼو بوجۍ د غلې نه ډکې کړئ، د هر يو کس روپۍ واپس د هغۀ په بوجۍ کښې کېږدئ او هغوئ له د سفر دپاره خوراک هم ورکړئ. او هم دغه شان يې ورسره وکړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 42:25
9 Iomraidhean Croise  

د هغۀ وروڼو چې کومه غله اخستې وه د هغې نه يې خپل خرونه بار کړل او بيا دوئ لاړل.


د خپل ځان سره يو په دوه روپۍ يوسئ، ځکه چې کومې روپۍ ستاسو د بوجو په خُلو کښې واپس کړے شوې وې تاسو هغه خامخا واپس کړئ. کېدے شى چې په غلطۍ سره داسې شوى وى.


د يعقوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه فِرعون حُکم کړے وو. نو يوسف هغوئ له ګاډۍ او د سفر دپاره خوراک هم ورکړو.


مالِک خُدائ فرمائى، ”هر څوک چې تږى وى، راشئ اوبۀ وڅښئ. څوک چې مال دولت نۀ لرى، نو راشئ، واخلئ او وې خورئ. راشئ، مے او پئ واخلئ، دا مفت دى.


خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ،


تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.


د بدو په بدل کښې چا سره بد مۀ کوئ او د کنځلو په بدل کښې چا ته کنځل مۀ کوئ، بلکې د دې په ځائ ورله برکت وغواړئ ځکه چې تاسو د دې دپاره رابللے شوى يئ چې د برکت وارثان شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan