چې کله د يوسف وروڼو دا وليدل چې د هغوئ پلار په حق رسېدلے دے نو هغوئ ووئيل، ”کۀ يوسف تر اوسه پورې مونږ سره کينه لرى او چې کوم بد مونږ ورسره کړى دى کۀ د هغې زمونږ نه بدل اخستل غواړى، نو بيا به څۀ کيږى؟“
د هغوئ د قتل ټوله سزا به په يوآب او د هغۀ د اولاد په غاړه د تل دپاره وى. خو مالِک خُدائ به داؤد، د هغۀ اولاد، خاندان او د هغۀ بادشاهۍ له تل خېر ورکوى.“
کۀ چرې زۀ يو بدکاره انسان له خبردارے ورکړم چې تۀ به يقين سره مړ شې، او تۀ هغه د دې نه خبر نۀ کړې او يا ورسره خبرې ونۀ کړې او يا يې د خپلو غلطو لارو نه منع نۀ کړې ترڅو چې د هغۀ ژوند بچ کړې، نو دغه بدکاره به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تۀ به د هغۀ د مرګ ذمه وار يې.