19 چې دا ثابِته شى چې تاسو رښتونى يئ، ستاسو نه به يو کس په قېدخانه کښې بند وى، باقى نور ټول تلے شئ او چې کومه غله تاسو اخستې ده هغه خپلو قحط وهلو خلقو له يوسئ.
او دوئ يې د څوکيدارانو د مشر په کور کښې قېد کړل، هم په هغه ځائ کښې چې چرته يوسف هم قېد وو.
قحط سخت شو او په ټول مُلک کښې خور شو، نو يوسف ټول ګودامونه کولاو کړل او په مِصريانو به يې غله خرڅوله.
مونږ ټول د يو سړى زامن يُو. صاحِبه، مونږ جاسوسان نۀ يُو، مونږ صحيح خلق يُو.“
په درېمه ورځ يوسف هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د خُدائ پاک نه يرېږم او زۀ به تاسو په يو شرط ژوندى پرېږدم.
خو تاسو به خامخا خپل کشرے ورور ما له راولئ. د دې نه به دا ثابِته شى چې تاسو رښتيا وايئ او زۀ به تاسو نۀ وژنم.“ نو هغوئ دې ته راضى شول
د هغۀ وروڼو چې کومه غله اخستې وه د هغې نه يې خپل خرونه بار کړل او بيا دوئ لاړل.
هغه سړى مونږ ته ووئيل، يو کس زما سره پاتې شئ نو ما ته به پته ولګى چې تاسو صحيح خلق يئ، او باقى نور به خپلو نهَرو کورَنو له غله واخلئ او لاړ شئ.
هغۀ خپل پلار له د مِصر په ښۀ سامانونو بار لس خرې او لس د غلې بار خرې، روټۍ او د سفر دپاره خوراک هم ورولېږلو.
خو اوس د هغۀ خلق لوټ کړے شوى او شوکېدلى دى، هغوئ ټول په کندو کښې ګېر کړے شوى دى او په قېدخانو کښې اچولے شوى دى. هغوئ نه د لوټ مال جوړ شوے دے، خو د هغوئ بچ کولو له هيڅ څوک هم رانۀ غلل. هغوئ نيولے شوى دى خو هيچا هم ونۀ وئيل چې، ”دوئ واپس کړئ.“
تۀ به د ړندو سترګې وغړوې او هغه خلق به آزاد کړې چې کوم د قېدخانې په تيارۀ کښې پراتۀ دى.
هغوئ يرمياه ته سخت غصه شول او وې وهلو او د يونتن منشى په کور کښې يې بند کړو، د کوم نه چې هغوئ جيل جوړ کړے وو.