1 چې کله يعقوب خبر شو چې په مِصر کښې غله شته، هغۀ خپلو زامنو ته ووئيل چې، ”ولې يو بل ته ګورئ؟
او د قحط اووۀ کالونه شروع شول هم هغه شان لکه چې څنګه يوسف فرمائيلى وُو. په نورو ټولو مُلکونو کښې قحط وو، خو د مِصر په ټول مُلک کښې خوراک وو.
د يوسف نه غله اخستلو دپاره د ټولې دُنيا نه خلق مِصر ته راتلل، ځکه چې قحط په هر ځائ کښې ډېر سخت وو.
ګورئ، ما اورېدلى دى چې په مِصر کښې غله شته، هلته لاړ شئ او لږه واخلئ چې ژوندى پاتې شُو او د لوږې نه مړۀ نۀ شُو.“
الياس ويرېدو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره وتښتېدو، هغۀ خپل نوکر ځان سره بوتلو او په يهوداه کښې بيرسبع ته لاړو او خپل نوکر يې هلته پرېښودو.
اوس پاڅه، دا خبره ستا په لاس کښې ده. مونږ به ستا ملګرتيا کوُو، نو تکړه شه او دا کار وکړه.“
چې کله خلقو د تندرونو او د بيګل آواز واورېدو او برېښناګانې او د غرۀ لوګى يې وليدل، هغوئ د يرې نه ولړزېدل او لرې ودرېدل.
د بنى اِسرائيلو آفسرانو ته پته ولګېده چې دوئ په بد حالت کښې دى، چې کله هغوئ ته ووئيلے شول چې دوئ به هره ورځ هم هغه هومره خَښتې جوړوى چې څومره يې مخکښې جوړولې.
نو بيا به دوئ وائى چې مونږ ولې دلته په آرام سره ناست يُو؟ راځئ چې قلعه بند ښارونو ته وتښتو چې هلته کښې مړۀ شُو، ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ دا تباهى راباندې راوستې ده او د زهرو ډک جام يې مونږ ته څښلو دپاره راکړے دے. ځکه چې مونږ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده.
کله چې اِسرائيل خپله بيمارى او يهوداه خپل زخمونه وليدل، نو اِسرائيل لاړل چې د اسور د لوئ بادشاه نه مدد وغواړى، خو هغۀ نۀ دوئ ته شفا ورکولے شوه او نۀ يې د دوئ د زخمونو علاج کولے شو.
خو کله چې يعقوب واورېدل چې هلته په مِصر کښې غله شته نو هغۀ زمونږ پلار نيکونه په اول ځل هلته ولېږل.
خو د دې قاعدې په خلاف، هغوئ وليدل چې ما ته د غېريهوديانو دپاره د مسيح د زيرى ذمه وارى حواله شوې ده، لکه څنګه چې پطروس ته د يهوديانو دپاره د زيرى ذمه وارى حواله شوې وه.
مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”ودرېږه. تۀ ولې داسې پړمخې پروت يې؟