Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 41:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 سحر هغه پرېشان وو، نو هغۀ د مِصر ټول نجوميان او هوښيار خلق راوغوښتل. هغۀ ورته خپل خوبونه ووئيل، خو هيچا هم هغۀ ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 41:8
39 Iomraidhean Croise  

چې کله يوسف هغوئ له سحر ورَغلو، هغۀ دوئ پرېشانه وليدل.


هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ دواړو يو يو خوب ليدلے دے او دلته داسې هيڅ څوک هم نشته چې تعبير يې وکړى.“ يوسف ورته ووئيل چې، ”دا خو خُدائ پاک دے چې هغه د خوبونو د تعبير عِلم ورکوى، تاسو ما ته خپل خوبونه ووايئ.“


فِرعون يوسف ته ووئيل، ”ما يو خوب ليدلے دے او هيڅ څوک هم د دې تعبير نۀ شى ښودلے. ما ته چا وئيلى دى چې تۀ په خوبونو پوهېږې او تعبير يې ښودلے شې.“


او د غلې اووۀ نرو وږو هغه ډک وَږى تېر کړل. ما دا خوبونه نجوميانو ته ووئيل، خو هيچا ما ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے.“


او د غلې هغه کمزورو وږو هغه ډک او پاخۀ وَږى تېر کړل. فِرعون راويښ شو او پوهه شو چې هغۀ خوب ليدلو.


مالِک خُدائ د هغه چا ملګرے دے څوک چې د هغۀ نه يريږى، هغوئ ته به د خپل لوظ شرطونه ورزده کوى.


نو فِرعون هم خپل د غېب عِلم لرونکى خلق او جادوګران راوغوښتل او هغوئ هم د جادو په ذريعه هم هغه شان وکړل.


بيا د فِرعون جادوګرانو د خپل جادو په ذريعه هم دغه شان وکړل او د فِرعون زړۀ هم هغه شان سخت وو. لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغۀ د موسىٰ او هارون د خبرې اورېدو نه اِنکار وکړو.


خو جادوګرانو د جادو نه کار واخستلو او دوئ هم چيندخې جوړې کړې او د مِصر مُلک ته يې راوړې.


جادوګران د دې قابل نۀ وُو چې د موسىٰ په مخکښې ولاړ وے، ځکه چې د نورو ټولو مِصريانو په شان دوئ هم په دانو پټ وُو.


مِصريان به حوصله بائيلى او زۀ به د هغوئ منصوبې ګډې وډې کړم. هغوئ به د بُتانو، د مړو د روحونو والا نه او فالګرو نه مشورې اخلى.


نو په دې وجه به په راتلونکى وخت کښې يو ځل بيا زما سلوک د دې قوم سره ډېر عجيبه او د حېرانتيا وى. بيا به د هغوئ د هوښيارانو هوښيارتيا ختمه شى او د هغوئ د پوهانو پوهه به غېبه شى.“


کۀ څوک تاسو ته ووائى چې، ”د قسمت ښودونکو او مړو روحونو سره خبرو والا نه پته وکړئ، د هغوئ نه چې په نرى آواز سره يا په ګونګسو کښې خبرې کوى،“ هغوئ به وائى، ”د هر څۀ نه به ښۀ نۀ وى چې خلق د خپلو معبودانو سره مشوره وکړى؟ د ژوندو د خاطره مونږ د مړو د روحونو سره ولې مشوره ونۀ کړُو؟“


بادشاه د عقل او پوهې په هره مسئله کښې به چې کله د هغوئ نه تپوس کولو، نو هغۀ هغوئ د خپل سلطنت د ټولو جادوګرو او نجوميانو نه لس چنده هوښيار بياموندل.


نبوکدنضر بادشاه ووئيل، ”دا هغه خوب دے چې ما وليدلو. نو بيا بيلطشضره، تۀ ما ته د دې تعبير بيان کړه ځکه چې زما يو شاهى مشير هم ما له د دې تعبير نۀ شى راکولے. خو تۀ يې راکولے شې ځکه چې د مقدسو معبودانو روح په تا کښې دے.“


نو دانيال، چې بل نوم يې بيلطشضر وو، په دې دومره هيبت واخستو چې د څۀ وخت دپاره هيڅ يې هم نۀ شو فرمائيلے، او د هغۀ سوچ هغه وارخطا کړو. نو بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”بيلطشضره، په دې خوب او د هغې په مطلب مۀ خفه کېږه.“ خو بيلطشضر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې دا خوب او د دې تعبير دې ستا دپاره نه بلکې ستا د دشمنانو دپاره وى.


ما يو خوب وليدو کوم چې زۀ ويرولم. کله چې زۀ په خپل کټ کښې پروت وم، نو کومه رويا او تصور چې زما په خيال کښې راغلو نو هغې زۀ ډېر زيات ويرولم.


نو ما بيا حکم وکړو چې د بابل ټول هوښيار خلق راوغواړئ چې زما د خوب تعبير وکړى.


نو کله چې جادوګر، فالګر، نجوميان او قسمت معلومونکى راغلل، ما هغوئ ته خوب ووئيلو خو هغوئ د هغې تعبير ما ته ونۀ کړے شو.


ستا په بادشاهۍ کښې يو سړے دے چې په هغۀ کښې د پاکو معبودانو روح دے. ستا د پلار په زمانه کښې په هغۀ کښې د معبودانو په شان عقل، حکمت او پوهه ښکاره شوه. نبوکدنضر بادشاه ستا پلار هغه د جادوګرو، فالګرو، نجوميانو او پېشګويانو والا مشر مقرر کړے وو.


دا خبره دلته ختمه شوه. زۀ دانيال په خپلو خيالونو کښې پرېشانه وم او زما مخ د يرې نه تک زېړ وو، خو دا خبره ما خپل ځان سره محفوظه وساتله.“


زۀ دانيال، ډيرې ورځې خفه او بيمار وم. بيا زۀ پاڅېدم او د بادشاه کارونو له واپس لاړم. زۀ د دې رويا په وجه خفه وم، دا د پوهې نه بهر وه.


د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له مۀ ورځئ چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى. کۀ تاسو داسې وکړل نو ناپاک به شئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


کۀ څوک د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له ورځى چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى، نو زۀ به د هغۀ نه مخ واړوم او زۀ به هغه نور د خپلو خلقو نه نۀ ګڼم.


ما واورېدل او زړۀ مې په رپېدو شو، زما شونډې په هغه آواز سره په رپېدو شوې، زما هډُوکى وراستۀ شول، او زما پښې په لړزېدو شوې. تر اوسه زۀ د مصيبت د هغه ورځې په صبر سره انتظار کوم چې په هغه قوم به راشى څوک چې په مونږ حمله کوى.


د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيت‌لحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل


ځينې اِپيکورى او ستُوئيکى فلسفيانو هم ورسره بحث وکړو او ځينو ووئيل چې، ”دا بکواس کولو والا څۀ وئيل غواړى؟“ او نورو ووئيل چې، ”داسې لګى چې دے د غېرو معبودانو بيان کوى.“ او دا يې ځکه ووئيل چې هغۀ د عيسىٰ او د قيامت په حقله زيرے اورولو.


نو موسىٰ د مِصريانو د ټول حکمت او پوهې تعليم حاصل کړو او هغه په کارونو او کلام کښې ښۀ قابل شو.


ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”زۀ به د حکيمانو حِکمت تباه کړم، او د هوښيارانو هوښيارتيا به رد کړم.“


نو خلقو اِمامان او جادوګران راوغوښتل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”مونږ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق سره څۀ چل وکړُو؟ مونږ ته ووايئ چې دا څنګه واپس خپل ځائ ته يوسو؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan