Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 41:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 او د غلې هغه کمزورو وږو هغه ډک او پاخۀ وَږى تېر کړل. فِرعون راويښ شو او پوهه شو چې هغۀ خوب ليدلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 41:7
5 Iomraidhean Croise  

خو يوه شپه هغۀ خُدائ پاک په خوب کښې وليدو چې ورته يې وفرمائيل، ”ګوره، تۀ د مرګ په خولۀ کښې ولاړ يې، ځکه چې کومه ښځه تا راوستې ده هغه وادۀ شوې هم ده.“


يو ځل يوسف خوب وليدو نو چې هغۀ خپل وروڼه د دې نه خبر کړل، نو د هغوئ کينه د يوسف سره نوره هم زياته شوه.


بيا هغۀ يو بل ډنډر وليدو چې په دې باندې اووۀ نور وَږى شوى وُو چې نرى وُو او ګرمې هوا اوچ کړى وُو،


سحر هغه پرېشان وو، نو هغۀ د مِصر ټول نجوميان او هوښيار خلق راوغوښتل. هغۀ ورته خپل خوبونه ووئيل، خو هيچا هم هغۀ ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے.


سليمان راويښ شو او پته ورته ولګېده چې خُدائ پاک ورسره په خوب کښې خبرې وکړې. بيا هغه يروشلم ته لاړو او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې ودرېدو او مالِک خُدائ ته يې سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. او د خپلو درباريانو دپاره يې يوه لويه مېلمستيا وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan