Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 41:54 - Pakistani Yousafzai Pashto

54 او د قحط اووۀ کالونه شروع شول هم هغه شان لکه چې څنګه يوسف فرمائيلى وُو. په نورو ټولو مُلکونو کښې قحط وو، خو د مِصر په ټول مُلک کښې خوراک وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 41:54
13 Iomraidhean Croise  

هغه اووۀ نرۍ غواګانې چې کومې وروستو راوختلې او هغه اووۀ د غلې نرى وَږى کوم چې ګرمې هوا اوچ کړل د قحط اووۀ کالونه دى.


د هغې نه پس به اووۀ کاله د قحط وى او هغه ټول آباد کالونه به مو هېر شى، ځکه چې قحط به مُلک تباه کړى.


د مِصر د مُلک د آبادۍ هغه اووۀ کالونه ختم شول،


ګورئ، ما اورېدلى دى چې په مِصر کښې غله شته، هلته لاړ شئ او لږه واخلئ چې ژوندى پاتې شُو او د لوږې نه مړۀ نۀ شُو.“


نو په کنعان کښې قحط نور هم سخت شو،


کۀ تاسو په جشن کښې يئ نو زۀ به ستاسو خيال ساتم. د قحط پينځۀ کالونه خو لا پاتې دى، او زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو، ستاسو خاندان او ستاسو څاروى دې د لوږې نه مړۀ شى.


قحط دومره سخت وو چې هيچرته هم روټۍ نۀ مِلاوېدله او د مِصر او د کنعان د مُلک خلق د لوږې نه کمزورى شول.


نو اليشع هغه ښځې له مشوره ورکړه چې د هغې زوئ يې راژوندے کړے وو، او ورته يې وفرمائيل چې، ”تۀ او ستا خاندان لاړ شئ او په بل ځائ کښې اوسېږئ، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې په دې مُلک کښې به اووۀ کاله قحط وى.“


هغۀ په هغه زمکه باندې قحط نازل کړو، او د دوئ د خوراک وسيلې يې تباه کړې.


بيا په ټول مِصر او کنعان کښې قحط راغلو او سخته تنګسيا راغله او زمونږ د پلار نيکونو سره د خوراک دپاره هيڅ څيز نۀ وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan