53 د مِصر د مُلک د آبادۍ هغه اووۀ کالونه ختم شول،
هغۀ دا هم ووئيل، ”خُدائ پاک زما د تکليف په مُلک کښې ما له بچى راکړى دى.“ نو هغۀ په خپل دوېم زوئ اِفرائيم نوم کېښودو.
او د قحط اووۀ کالونه شروع شول هم هغه شان لکه چې څنګه يوسف فرمائيلى وُو. په نورو ټولو مُلکونو کښې قحط وو، خو د مِصر په ټول مُلک کښې خوراک وو.
دا خو په زمکه د قحط صِرف دوېم کال دے، پينځۀ نور کالونه به هم وى چې کَرل او رېبل به په کښې نۀ کيږى.
لکه څنګه چې څوک د خوب نه راپاڅى او خوب ليدل يې ختم شى. نو هغوئ به هم ختم شى کله چې تۀ مالِکه خُدايه راپاڅې.
خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې، هغه وخت ياد کړه زويه. په دُنيا کښې ټول نعمتونه ستا په نصيب وُو او ټولې بدبختۍ د لعزر په نصيب وې. اوس هغه دلته په آرام دے او تۀ په عذاب کښې يې.