5 هغه بيا اودۀ شو او يو بل خوب يې وليدو. هغۀ د غلې اووۀ ډک او پاخۀ وَږى وليدل، چې په يو ډنډر باندې شوى وُو.
يوه شپه په قېدخانه کښې د مِصر د بادشاه ساقى او مشر نانبائى دواړو خوب وليدو او د هر يو خوب خپل خپل مطلب وو.
هغه مانده او کمزورو غواګانو، ښائسته او څربې غواګانې وخوړلې. بيا فِرعون راويښ شو.
بيا هغۀ يو بل ډنډر وليدو چې په دې باندې اووۀ نور وَږى شوى وُو چې نرى وُو او ګرمې هوا اوچ کړى وُو،
د رَمو نه يې ماستۀ او پئ او د ګډُورى لم ورکړل، د بسن ښۀ ګډُورى او چېلى او ښۀ غنم يې ورکړل. د انګورو رس نه تاسو مے وڅښل.