49 دا غله دومره زياته وه چې يوسف يې تلل پرېښودل. دا د سمندر په غاړه د شګو په شان ډېره وه.
زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى.
هغه هر څۀ يوسف راغونډ کړل او په ښارونو کښې يې ذخيره کړل. هغۀ په هر ښار کښې د ګېرچاپېره پټو نه خوراک راجمع کړو.
د قحط د کالونو نه مخکښې د يوسف د اسنت نه دوه زامن پېدا شول.
هغۀ سره اووۀ زره ګډې، درې زره اوښان، د غوَيانو پينځۀ سوه قلبې، پينځۀ سوه خرې وې او ډېر زيات نوکران يې وُو، نو دے د مشرقى علاقې په خلقو کښې د ټولو نه زيات مالداره وو.
هغۀ په دوئ غوښه لکه د ګرد په شان راووروله، او مارغان يې ورته لکه د سمندر د غاړې د شګو په شان راولېږل.
زۀ به د خپل خِدمتګار داؤد نسل او ليويان کوم چې زما اِمامان دى او زما په وړاندې خِدمت کوى د آسمان د ستورو او د سمندر د شګو په شان بېشمېره زيات کړم.“
هغوئ به د مُولخانو د لښکر په شان د خپلو څاروو او خېمو سره راتلل. هغوئ او د هغوئ اوښان د شمېر نه بهر وُو. هغوئ راغلل او زمکه يې ورانه ويجاړه کړه،
ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلو سړى د مُولخانو د لښکر په شان په مېدان کښې خوارۀ شوى وُو او د هغوئ اوښان د سمندر د شګو په شان بېشمېره وُو.
فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف د جنګ دپاره راغونډ شول، د هغوئ سره دېرش زره جنګى ګاډۍ وې، شپږ زره په آسونو سوارۀ کسان او دومره ډېر فوجيان ورسره وُو لکه چې په سمندر کښې څومره شګې دى. هغوئ د بيتآون نمرخاتۀ طرف ته مِکماس ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې.