47 د آبادۍ په هغو اووۀ کالونو کښې هغه مُلک ډېره زياته غله وکړه،
چې کله هغه هلته اوسېدو، اِسحاق هلته زمکه وکَرله او په هغه کال يې چې څومره کَرلى وُو د هغې نه يو په سل زيات فصل يې وشو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له برکت ورکړو.
اووۀ کاله به د ټول مِصر په مُلک کښې ښۀ ډېر پېداوار کيږى.
هغه هر څۀ يوسف راغونډ کړل او په ښارونو کښې يې ذخيره کړل. هغۀ په هر ښار کښې د ګېرچاپېره پټو نه خوراک راجمع کړو.
غله دانه دې په مُلک کښې ډېره تېره شى، تر دې چې د غرونو په سرونو دې غلې دانې وشى. د لبنان د مېوو په شان دې مېوه زياته شى، لکه څنګه چې پټى د واښو نه شنۀ دى، دغه شان دې انسانان په کښې ډېر شى.