Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 41:45 - Pakistani Yousafzai Pashto

45-46 په هغۀ يې د مِصريانو نوم صافنت فعينح کېښودو او هغۀ ته يې يوه ښځه اسنت په نِکاح کړه، چې هغه د اُون د يو اِمام فوطيفرع لور وه. يوسف د دېرشو کالو وو چې هغۀ د مِصر د فِرعون خِدمت کول شروع کړل. هغه د فِرعون د دربار نه لاړو او د مِصر ټول مُلک يې وکتلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 41:45
11 Iomraidhean Croise  

او مَلِک‌صِدق، چې د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو، ابرام له روټۍ او مے راوړل،


د قحط د کالونو نه مخکښې د يوسف د اسنت نه دوه زامن پېدا شول.


په مِصر کښې، د اُون د يو اِمام فوطيفرع د لور اسنت نه، د يوسف دوه زامن، منسى او اِفرائيم پېدا شول.


او د يائير د ښار عيرا هم د داؤد يو اِمام وو.


د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو او د داؤد زامن اِمامان وُو.


هغه به د مِصر په بيت‌شمس مندر کښې مقدسې ستنې راوغورزوى کومې چې په هغې کښې ولاړې دى، او هغه به د مِصر د معبودانو مندرونه وسوزوى.“


د هليوپوليس او بوبستيس ځوانان به په تُوره مړۀ شى، او دا ښارونه به په خپله قبضه کړے شى.


هغه د خصيانو مشر آفسر په هغوئ نوى نومونه کېښودل، په دانيال يې بيلطشضر، په حننياه يې شدرک، په ميشائيل يې ميشک، او په عزرياه يې عبدنجو نوم کېښودو.


په هغه ورځو کښې د رومى قيصر اوګوستوس د طرف نه دا فرمان جارى شو چې په رومى بادشاهۍ کښې دې د ټولو خلقو مردم‌شمارى وشى.


چې په هغوئ کښې د يو نوم اګابوس وو، هغه ودرېدو او د روحُ القُدس په وسيله يې پېشګوئې وکړه چې په ټوله دُنيا کښې به يو سخت قحط راشى. او دا قحط د قيصر کلوديوس په بادشاهۍ کښې راغلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan