Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 41:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40 زۀ به تا د خپل مُلک مشر جوړ کړم او زما ټول خلق به ستا حُکم منى. تۀ به ما پسې دوېم اختيارمند سړے يې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 41:40
16 Iomraidhean Croise  

زۀ په دې کور کښې د هغۀ هومره اختيار لرم او هغۀ ستا نه بغېر زما نه هيڅ څيز هم نۀ دے منع کړے. نو بيا زۀ داسې غلط کار څنګه وکړم چې د خُدائ پاک ګناهګار شم؟“


يهوداه يوسف ته ورنزدې شو او ورته يې ووئيل، ”اے نېکه، زۀ تا ته سوال کوم چې خپل خِدمتګار له اجازت ورکړه، چې زۀ د خپل نېک په غوږ کښې يوه خبره وکړم. ما ته مۀ غصه کېږه، تۀ د فِرعون برابر يې.


هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”يوسف ژوندے دے. هغه د ټول مِصر مشر دے.“ يعقوب حق حېران شو او د هغوئ په خبرو يې يقين نۀ راتلو.


مردکى يهودى په عهده کښې په بادشاه پسې دوېم کس وو. د خپلو يهوديانو هغه ډېر خوښ وو او ډېر عزتمند وو. هغۀ د خپلو خلقو د فائدې دپاره او د ټولو يهوديانو د ګټې دپاره کار کولو.


څۀ موده وروستو اخسويرس بادشاه همان نومې سړى له ترقى ورکړه او د وزيرانو مشر يې جوړ کړو. همان د اجاج د قوم همداتا زوئ وو.


او کۀ زما زړۀ په پټه د دې عبادت شروع کړے وے، او د دُعا دپاره مې ورته لاسونه اوچت کړے وے،


د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ، نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ، هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى.


تۀ داسې يو کس وينې، څوک چې په خپل کار کښې ماهر وى؟ هغه به د عامو خلقو خِدمت نۀ کوى، خو د بادشاهانو خِدمت به کوى.


نو بيا د بيلشضر په حکم، دانيال ته کاسنى رنګ چُوغه ورواغوستلے شوه، د هغۀ په غاړه کښې يې د سرو زرو هار ورواچولو، او په بادشاهۍ کښې هغه د درېم اوچت مقام په توګه اعلان کړے شو.


دانيال زر دا ثابته کړه چې هغه د نورو وزيرانو او لوئ آفسرانو نه ډېر قابل دے. نو بيا ځکه بادشاه دا فېصله وکړه چې هغه په ټوله بادشاهۍ باندې حاکِم مقرر کړى.


او هغه يې د خپلو ټولو تکليفونو نه بچ کړو. او خُدائ پاک هغۀ ته داسې فضل او حِکمت ورکړو چې د مِصر د بادشاه فِرعون په وړاندې مقبول شو، نو هغوئ هغه د ټول مِصر او خپل محل حاکِم مقرر کړو.


بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan