Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 41:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 فِرعون يوسف ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا ته دا هر څۀ ښودلى دى، نو دا ښکاره خبره ده چې ستا نه لوئ هوښيار او ښۀ عقلمند کس بل نشته.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 41:39
9 Iomraidhean Croise  

يوسف جواب ورکړو، ”صاحِبه، زۀ دا نۀ شم کولے، خو خُدائ پاک به تا ته ښۀ تعبير درکړى.“


يوسف فِرعون ته ووئيل، ”صاحِبه، د دې دواړو خوبونو هم يو مطلب دے، خُدائ پاک تا ته وښودل چې هغه به په راتلونکى وخت کښې څۀ کوى.


لکه څنګه چې ما تا ته ووئيل، خُدائ پاک تا ته ښودلى دى چې هغه به په راتلونکى وخت کښې څۀ کوى.


اوس تاسو يو هوښيار او ښۀ پوهه سړے ولټوئ او هغه د مِصر د مُلک مشر مقرر کړئ.


عزرا، تۀ به د هغه حِکمت نه کار اخلې کوم چې ستا خُدائ پاک درکړے دے، تۀ به اِنتظام کوونکى او قاضيان مقرروې چې په هغه ټولو خلقو باندې حکومت کوى چې د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د خُدائ پاک د قانون لاندې ژوند تېروى. تۀ به هغه هر چا ته دا قانون ښائې چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى.


د سړى د خپل حِکمت په مطابق صِفت کيږى، خو د خراب ذهن لرونکى سپک کيږى.


د ضُعن ښار مشران کم عقل دى. د مِصر د بادشاه ښۀ هوښيار مشيران کم عقلې مشورې ورکوى. چې تاسو دا جرأت څنګه کولے شئ چې فِرعون بادشاه ته ووايئ چې، ”مونږ عالمانو شاګردان او د پخوانو بادشاهانو اولاد وُو.“


بادشاه سلامت تاسو چې څۀ غواړئ هغه يو ناممکن کار دے. دا بادشاه ته د هغۀ د معبودانو نه بغېر هيڅ څوک نۀ شى څرګندولے، او هغوئ د انسانانو سره نۀ اوسيږى.“


بيا بادشاه دانيال ته لوئ مقام ورکړو، او ډيرې او ښکلې تحفې يې ورکړې. بادشاه هغه د بابل په ټوله صوبه باندې حکمران او د ټولو هوښيارانو مشر مقرر کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan