37 د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په نظر کښې دا منصوبه ښۀ راغله،
هغه خوراک به د دې مُلک دپاره يوه ذخيره وى، د قحط د هغو اووۀ کالونو دپاره کوم چې د مِصر په مُلک راروان دى. نو داسې خلق به د لوږې نه نۀ مرى.“
او فِرعون هغوئ ته ووئيل، ”مونږ ته به هيڅکله هم د يوسف نه ښۀ سړے مِلاو نۀ شى، يو داسې سړے چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک روح وى.“
چې کله دا خبر محل ته ورسېدو چې د يوسف وروڼه راغلى دى، نو فِرعون او د هغۀ درباريان خوشحاله شول.
نو خلقو ته پته ولګېده او خوشحاله شول. په حقيقت کښې بادشاه چې څۀ هم کول نو خلق ترې نه خوشحالېدل.
يوه ورځ اخىاب نبوت ته ووئيل، ”د انګورو باغ دې ما له راکړه، دا زما د محل سره نزدې دے او زۀ د دې زمکې نه د سبزۍ باغ جوړول غواړم. زۀ به تا له د دې نه ښۀ د انګورو باغ درکړم، يا کۀ تۀ وائې نو زۀ به د دې قيمت درکړم.“
ترڅو چې د هغۀ پېشګوئې پوره شوې نۀ وه، د مالِک خُدائ کلام د هغۀ د زړۀ د رښتينوالى آزمېښت وکړو.
د صادق ژبه خالص سپين زر وى، خو د بدکاره زړۀ بېاهميته وى.
په ځائ خبره داسې وى لکه چې د سپينو زرو په لوښى کښې د سرو زرو مڼه وى.
او هغه يې د خپلو ټولو تکليفونو نه بچ کړو. او خُدائ پاک هغۀ ته داسې فضل او حِکمت ورکړو چې د مِصر د بادشاه فِرعون په وړاندې مقبول شو، نو هغوئ هغه د ټول مِصر او خپل محل حاکِم مقرر کړو.
فينحاس اِمام او د قوم هغه لس مشران سړى کوم چې د هغۀ سره وُو، د نمرپرېواتۀ طرف ته د قبيلو د کورَنو مشران د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې د خبرو نه خبر شول، نو هغوئ خوشحاله شول.