36 هغه خوراک به د دې مُلک دپاره يوه ذخيره وى، د قحط د هغو اووۀ کالونو دپاره کوم چې د مِصر په مُلک راروان دى. نو داسې خلق به د لوږې نه نۀ مرى.“
نو هغوئ له حُکم ورکړئ چې په راروان ښۀ کلونه کښې د خوراک ټول څيزونه راغونډ کړى او هغوئ له اختيار ورکړئ چې په ښارونو کښې غله جمع کړى او د هغې حِفاظت وکړى.
د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په نظر کښې دا منصوبه ښۀ راغله،