34 تاسو له نور آفسران هم مقررول په کار دى او د آبادۍ په دې اووۀ کالونو کښې د فصلونو پينځمه حِصه اخلئ.
اوس تاسو يو هوښيار او ښۀ پوهه سړے ولټوئ او هغه د مِصر د مُلک مشر مقرر کړئ.
نو هغوئ له حُکم ورکړئ چې په راروان ښۀ کلونه کښې د خوراک ټول څيزونه راغونډ کړى او هغوئ له اختيار ورکړئ چې په ښارونو کښې غله جمع کړى او د هغې حِفاظت وکړى.
د رېبلو په وخت کښې پينځمه حِصه فِرعون له ورکوئ. باقى نور تخم تاسو د کَرلو دپاره او د خپلو ځانونو، کورَنو او د خپلو وړو ماشومانو دپاره د خوراک په توګه استعمالولے شئ.“
نو يوسف د مِصر مُلک دپاره دا يو قانون جوړ کړو چې د فصل پينځمه حِصه به د فِرعون وى. دا قانون تر اوسه پورې شته دے. خو صِرف د اِمامانو زمکې د فِرعون نۀ شوې.
کومو خلقو چې دا کار کولو هغه ټول محنتى وُو. د هغوئ مشرى دې څلورو ليويانو کوله، د مرارى د قبيلې يحت او عبدياه او د قُهات د قبيلې زکرياه او مسلام. ليويان تکړه موسيقاران وُو.
د زِکرى زوئ يوايل د هغوئ مشر وو، د هسينوآه زوئ يهوداه په ښار کښې دوېم مشر آفسر وو.
په قحط کښې به هغه تاسو د مرګ نه په بيعه واخلى، او په جنګ کښې به مو د مرګ نه بچ کړى.
هغه دوئ د مرګ نه بچ ساتى او د قحط په وخت کښې يې ژوندى ساتى.
هوښيار سړے چې خطره ووينى نو خپل ځان ترېنه ساتى، خو ساده سړے پرې وردانګى او بيا مصيبت کښې راګېر شى.
هوښياران خطره د اول نه وينى او د هغې نه ځان بچ کوى، خو کم عقل پرې ورخلاص وى او بيا په تکليف کښې راګېر شى.
موسىٰ هغه آفسرانو ته سخت غصه وو، چې د سلګونو او زرګونو مشران وُو او د جنګ نه راواپس شوى وُو.
هغۀ د خپل مالِک قرضدارى ځان ځان له راوبلل او اول کس ته يې ووئيل چې زما د مالِک په تا څومره قرض دے؟