31 آباد وخت به مو بېخى هېر شى، ځکه چې ورپسې کوم قحط راځى هغه به ډېر سخت وى.
د هغې نه پس به اووۀ کاله د قحط وى او هغه ټول آباد کالونه به مو هېر شى، ځکه چې قحط به مُلک تباه کړى.
ستا د دوه ځل خوبونو مطلب دا دے چې دا د خُدائ پاک فېصله ده او زر به خُدائ پاک داسې وکړى.
زمکه به د شرابى نشه کوونکى په شان زنګيږى او داسې رپيږى لکه چې په طوفان کښې چې چوپال خوځيږى. دا د ګناه په وجه درَنه شوې ده، دا به راوغورزيږى او بيا به هيڅکله پا نۀ څى.
مالِک خُدائ د اشدود خلقو له سخته سزا ورکړه او په هغوئ او د ګېرچاپېره علاقې په خلقو باندې يې د پړسوب مرض راوستلو.