26 دا اووۀ څربې غواګانې اووۀ کالونه دى او دا د غلې اووۀ ډک وَږى هم اووۀ کالونه دى، د دې دواړو هم يو مطلب دے.
په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى.
يوسف ووئيل، ”د دې تعبير دا دے، دا درې څانګې درې ورځې دى.
يوسف جواب ورکړو، ”د دې تعبير دا دے. هغه درې ټوکرۍ درې ورځې دى.
چې کله اووۀ ښې ښائسته او څربې غواګانې د درياب نه راوختلې او په واښو کښې په څرېدلو شروع شوې.
يوسف فِرعون ته ووئيل، ”صاحِبه، د دې دواړو خوبونو هم يو مطلب دے، خُدائ پاک تا ته وښودل چې هغه به په راتلونکى وخت کښې څۀ کوى.
هغه اووۀ نرۍ غواګانې چې کومې وروستو راوختلې او هغه اووۀ د غلې نرى وَږى کوم چې ګرمې هوا اوچ کړل د قحط اووۀ کالونه دى.
اووۀ کاله به د ټول مِصر په مُلک کښې ښۀ ډېر پېداوار کيږى.
د آبادۍ په هغو اووۀ کالونو کښې هغه مُلک ډېره زياته غله وکړه،
هغه بيا اودۀ شو او يو بل خوب يې وليدو. هغۀ د غلې اووۀ ډک او پاخۀ وَږى وليدل، چې په يو ډنډر باندې شوى وُو.
د مِصر د مُلک د آبادۍ هغه اووۀ کالونه ختم شول،
دا به تاسو زر زر خورئ، ځکه چې تاسو به د سفر دپاره ملا تړئ، ستاسو په پښو به پېزار وى او ستاسو په لاسونو کښې به امساګانې وى. دا زما يعنې د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر دے.
پنځوس د سرو زرو کُنډې جوړې کړه او هغه پړدې د يوې بلې سره مِلاو کړه نو ټوله مقدسه خېمه به يوه شى.
دا د غرۀ نه د کاڼى د راجدا کېدلو د رويا تعبير دے، خو د انسانانو په لاسونو نه، هغه کاڼى چې اوسپنه، زېړ، خاوره، سپين زر او سرۀ زر يې ټوټه کړل. لوئ خُدائ پاک بادشاه ته دا ښودلى دى چې په راتلونکى وخت کښې به څۀ کيږى. دا خوب رښتيا او تعبير يې باورى دے.“
او ټولو يو شان روحانى اوبۀ وڅښلې. ځکه چې هغوئ د هغه روحانى ګټ نه اوبۀ وڅښلې کوم چې د هغوئ سره روان وو، او هغه ګټ مسيح وو.
نو درې ګواهان دى،