21 خو هيچا به داسې نۀ وے وئيلى چې هغه يې خوړلې دى، ځکه چې هم هغه شان کمزورې معلومېدې لکه چې څنګه مخکښې وې. بيا زۀ راويښ شوم.
بيا دې کمزورو غواګانو هغه څربې غواګانې وخوړلې،
ما دا خوب هم وليدو چې په يو ډنډر باندې د غلې اووۀ ډک او پاخۀ وَږى راشوى وُو،
اووۀ نورې غواګانې هم راوختلې، دا کمزورې او نرۍ وې. دا راغلې او د درياب په غاړه د نورو غواګانو سره ودرېدلې،
په وخت د مصيبت کښې به هغوئ شرمنده نۀ شى، او دا چې د قحط په ورځو کښې به هغوئ ماړۀ شى.
هغوئ به خپل ګس طرف ته ګاونډيانو باندې حمله وکړى خو بيا به هم اوږې وى، په خپل ښې طرف ګاونډيانو باندې به حمله وکړى خو بيا به يې هم لوږه نۀ ختميږى. په آخر کښې به هغوئ خپل بچى هم وخورى.
نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، زۀ چې کوم طومار تا له درکوم دا وخوره او خپله خېټه پرې مړه کړه.“ نو بيا ما هغه وخوړو، او هغې زما په خولۀ کښې لکه د شاتو په شان خوږ خوند کولو.