18 چې کله اووۀ ښائسته او څربې غواګانې د درياب نه راوختلې او په واښو کښې په څرېدلو شروع شوې.
فِرعون يوسف ته ووئيل، ”ما خوب وليدلو چې زۀ د نيل درياب په غاړه ولاړ وم،
بيا اووۀ نورې غواګانې راوختلې چې نرۍ او کمزورې وې. ما په مِصر کښې دومره ډېرې بېکاره غواګانې چرته هم نۀ دى ليدلې.
چې کله اووۀ ښې ښائسته او څربې غواګانې د درياب نه راوختلې او په واښو کښې په څرېدلو شروع شوې.
”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، دا ښۀ اينځر د يهوداه د هغه خلقو په شان دى چې ما د بابل مُلک ته د دې ځائ نه جلاوطن کړى دى او زۀ هغوئ ته هم دغه شان ښۀ ګورم.
مالِک خُدائ وفرمائيل، هغه خراب اينځر چې دومره ډېر خراب دى چې د خوړلو قابل هم نۀ دى، نو دغه شان به زۀ د صدقياه د يهوداه بادشاه، او د هغۀ د آفسرانو سره څوک چې د يروشلم نه ژوندى پاتې شوى دى کۀ هغه دلته اوسيږى او يا کۀ په مِصر کښې دى دغه شان سلوک وکړم.