Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 41:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 فِرعون يوسف راوغوښتو او هغه فوراً د قېدخانې نه راوستے شو. چې هغۀ د سر او ږيرې وېښتۀ کل کړل او جامې يې بدلې کړې، نو هغه فِرعون ته پېش شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 41:14
13 Iomraidhean Croise  

بيا د ساؤل نمسے مفيبوست راغلو چې د بادشاه سره مِلاو شى. د هغه وخت نه واخله چې بادشاه د يروشلم نه تلے وو تر هغې پورې چې هغه کامياب راواپس شو مفيبوست نۀ خپلې پښې وينځلې وې، نۀ يې خپله ږيره سمه کړې وه او نۀ يې خپلې جامې وينځلې وې.


نو يهوياکين د قېدخانې جامې بدلې کړې او باقى ټول عُمر يې د بادشاه په دسترخوان روټۍ خوړله.


د روژې په درېمه ورځ اِستَر شاهى لِباس واغوستلو، لاړه او د محل په دنننى دربار کښې د تخت کوټې ته مخامخ ودرېدله. بادشاه دننه وو او د محل دروازې ته مخامخ په شاهى تخت ناست وو.


نو فِرعون سمدستى موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”ما د مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک او ستاسو خِلاف ګناه کړې ده.


دغه ځوان د غريبۍ نه د کاميابۍ طرف ته تلے شى، اګر کۀ هغه قېدى وو خو هغه بيا هم بادشاه جوړېدے شى.


زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.


څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمد‌و‌ثناء ورکړم. هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.


نو اريوک سمدستى دانيال بادشاه له بوتلو او هغۀ بادشاه ته ووئيل، ”ما د يهوداه په جلاوطنو خلقو کښې يو کس پېدا کړو څوک به چې بادشاه ته د هغۀ د خوب مطلب ووائى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan