9 نو ساقى ووئيل، ”زما په خوب کښې زما په مخکښې د انګورو بوټے وو،
څۀ موده وروستو د مِصر د بادشاه ساقى او مشر نانبائى داسې څۀ غلط کار وکړو چې بادشاه ورباندې خفه شو.
د دې درې څانګې وې. چې څنګه د دې نه پاڼې راووتلې، غوټۍ راڅرګندې شوې او انګور پاخۀ شول.
فِرعون دې دواړو آفسرانو ته سخت غصه شو
هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ دواړو يو يو خوب ليدلے دے او دلته داسې هيڅ څوک هم نشته چې تعبير يې وکړى.“ يوسف ورته ووئيل چې، ”دا خو خُدائ پاک دے چې هغه د خوبونو د تعبير عِلم ورکوى، تاسو ما ته خپل خوبونه ووايئ.“
اے بادشاه سلامت تا په خوب کښې وليدل چې يوه لويه ځلېدونکې او حېرانوونکې مجسمه ستا په وړاندې ولاړه وه او هغه يروونکې وه.
خو آخر دانيال زما حضور ته راغلو، او ما ورته خپل خوب بيان کړو. مقدسو معبودانو ورته خاص طاقت ورکړے وو، او ما په هغۀ باندې د خپل معبود بيلطشضر نوم کېښودو. او د معبودانو روح په هغۀ کښې وو.