7 هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو ولې نن دومره پرېشانه ښکارئ؟“
چې کله يوسف هغوئ له سحر ورَغلو، هغۀ دوئ پرېشانه وليدل.
بيا درې ورځې يې هغوئ ټول په قېدخانه کښې بند کړل.
يوندب امنون ته ووئيل، ”تۀ د بادشاه زوئ يې، خو ورځ په ورځ تۀ نور هم زيات پرېشانه ښکارې، دا څۀ وجه ده؟“ هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ د خپل ناسکه ورور ابىسلوم په خور تامار باندې مئين يم.“
نو ځکه هغۀ تپوس وکړو، ”تۀ ولې دومره غمژن يې؟ تۀ خو بيمار هم نۀ يې، ما ته پته ده چې تۀ ډېر سخت خفه يې.“ زۀ ډېر زيات يرېدم
هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”دا تاسو په تلو تلو کښې د يو بل سره په څۀ خبره بحث کولو؟“ هغوئ غم زپلى ودرېدل.
ميکاه ورته په جواب کښې ووئيل، ”مطلب دې څۀ دے، څۀ خبره ده؟ تۀ زما اِمام بوځې او زما جوړ کړى معبودان اوړې او ځې نو نور زما سره څۀ پاتې کيږى؟“
د هغې خاوند القنه به ترې نه تپوس کولو، ”حنه تۀ ولې ژاړې؟ تۀ ولې خوراک نۀ کوې؟ تۀ هر وخت ولې دومره خفه يې؟ زۀ ستا دپاره د لسو زامنو نه ښۀ نۀ يم څۀ؟“