Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 40:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 يوه شپه په قېدخانه کښې د مِصر د بادشاه ساقى او مشر نانبائى دواړو خوب وليدو او د هر يو خوب خپل خپل مطلب وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 40:5
18 Iomraidhean Croise  

خو يوه شپه هغۀ خُدائ پاک په خوب کښې وليدو چې ورته يې وفرمائيل، ”ګوره، تۀ د مرګ په خولۀ کښې ولاړ يې، ځکه چې کومه ښځه تا راوستې ده هغه وادۀ شوې هم ده.“


څۀ موده وروستو د مِصر د بادشاه ساقى او مشر نانبائى داسې څۀ غلط کار وکړو چې بادشاه ورباندې خفه شو.


دوئ ډېر وخت په قېدخانه کښې تېر کړو او د څوکيدارانو مشر يوسف ته يې حواله کړل چې د دوئ خِدمت کوى.


چې کله يوسف هغوئ له سحر ورَغلو، هغۀ دوئ پرېشانه وليدل.


هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ دواړو يو يو خوب ليدلے دے او دلته داسې هيڅ څوک هم نشته چې تعبير يې وکړى.“ يوسف ورته ووئيل چې، ”دا خو خُدائ پاک دے چې هغه د خوبونو د تعبير عِلم ورکوى، تاسو ما ته خپل خوبونه ووايئ.“


يوه شپه مونږ دواړو يو يو خوب وليدو او د هغه خوبونو بېل بېل مطلبونه وُو.


هم په هغه شپه بادشاه له خوب نۀ ورتلو، نو هغۀ حُکم وکړو چې د بادشاهۍ د تاريخ کِتاب دې راوړے شى او هغۀ ته دې ولوستلے شى.


نو دانيال، چې بل نوم يې بيلطشضر وو، په دې دومره هيبت واخستو چې د څۀ وخت دپاره هيڅ يې هم نۀ شو فرمائيلے، او د هغۀ سوچ هغه وارخطا کړو. نو بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”بيلطشضره، په دې خوب او د هغې په مطلب مۀ خفه کېږه.“ خو بيلطشضر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې دا خوب او د دې تعبير دې ستا دپاره نه بلکې ستا د دشمنانو دپاره وى.


ما يو خوب وليدو کوم چې زۀ ويرولم. کله چې زۀ په خپل کټ کښې پروت وم، نو کومه رويا او تصور چې زما په خيال کښې راغلو نو هغې زۀ ډېر زيات ويرولم.


ما ورته ووئيل چې، ”بيلطشضر د جادوګرانو مشره زۀ په دې پوهېږم چې د معبودانو روح په تا کښې دے، او هيڅ راز معلومول ستا دپاره مشکل کار نۀ دے. زما خوب داسې دے، او تۀ يې ما ته تعبير راکړه.


او مالِک خُدائ هغوئ ته وفرمائيل، ”اوس زما خبرې په کولاو غوږُونو واورئ. کله چې ستاسو په مينځ کښې پېغمبران وى، نو زۀ خپل ځان هغوئ ته په خيال کښې څرګندوم او زۀ د هغوئ سره د هغوئ په خوب کښې خبرې کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan