4 دوئ ډېر وخت په قېدخانه کښې تېر کړو او د څوکيدارانو مشر يوسف ته يې حواله کړل چې د دوئ خِدمت کوى.
په دې دوران کښې، سوداګرو يوسف په مِصر کښې، د فِرعون په يو آفسر، فوطيفار باندې خرڅ کړو، چې هغه د محل د فوجيانو مشر وو.
کله چې اِسمٰعيليانو يوسف مِصر ته بوتلو، هغه يې فوطيفار نومې د فِرعون په يو آفسر باندې خرڅ کړو، چې هغه د محل د څوکيدارانو مشر وو.
او دوئ يې د څوکيدارانو د مشر په کور کښې قېد کړل، هم په هغه ځائ کښې چې چرته يوسف هم قېد وو.
يوه شپه په قېدخانه کښې د مِصر د بادشاه ساقى او مشر نانبائى دواړو خوب وليدو او د هر يو خوب خپل خپل مطلب وو.
بيا درې ورځې يې هغوئ ټول په قېدخانه کښې بند کړل.
هر څۀ چې تۀ کوې هغه خپل مالِک خُدائ ته وسپاره، په هغۀ يقين لره هغه به شى ستا مددګاره.