3 او دوئ يې د څوکيدارانو د مشر په کور کښې قېد کړل، هم په هغه ځائ کښې چې چرته يوسف هم قېد وو.
کله چې اِسمٰعيليانو يوسف مِصر ته بوتلو، هغه يې فوطيفار نومې د فِرعون په يو آفسر باندې خرڅ کړو، چې هغه د محل د څوکيدارانو مشر وو.
نو يوسف يې ونيولو او په هغه قېدخانه کښې يې بند کړو چرته به چې د بادشاه قېديان قېد کولے شول او هغه هلته په قېدخانه کښې وو.
هغۀ يوسف د نورو ټولو قېديانو مشر جوړ کړو او چې په قېدخانه کښې څۀ هم کېدل د هر څۀ ذمه وارى يې ورکړه.
د قېدخانې آفسر د هغه يو څيز فکر هم نۀ کولو چې يوسف له يې کومه ذمه وارى ورکړې وه، ځکه چې مالِک خُدائ د يوسف مل وو او هغه يې په هر کار کښې کامياب کولو.
دوئ ډېر وخت په قېدخانه کښې تېر کړو او د څوکيدارانو مشر يوسف ته يې حواله کړل چې د دوئ خِدمت کوى.
يو ځل چې فِرعون خپلو خِدمتګارانو ته غصه شو نو زۀ او مشر نانبائى يې د څوکيدارانو د مشر په کور کښې په قېدخانه کښې قېد کړُو.