23 خو ساقى يوسف راياد نۀ کړو. او هېر يې کړو.
پوره دوه کاله تېر شوى وُو چې د مِصر فِرعون خوب وليدو چې هغه د نيل درياب په غاړه ولاړ وو،
بيا ساقى فِرعون ته ووئيل، ”صاحِبه، نن زۀ دا خبره څرګندوم چې زما نه غلطى شوې ده.
بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”مونږ د دې په بدل کښې د مردکى څنګه درناوے کړے دے او څۀ مو اِنعام ورکړے دے؟“ نو د هغۀ نوکرانو جواب ورکړو، ”د هغۀ دپاره هيڅ نۀ دى شوى.“
زما خپلوانو او زما نزدې دوستانو زۀ پرېښے او هېر کړے يم،
ترڅو چې د هغۀ پېشګوئې پوره شوې نۀ وه، د مالِک خُدائ کلام د هغۀ د زړۀ د رښتينوالى آزمېښت وکړو.
لکه مړے چې څوک هېر کړى داسې هېر شوم، زۀ لکه د يو مات لوښى په شان جوړ شوم.
د ځان په حقله ما د ډېرو افواګانې واورېدلې، او د هرې خوا نه په يرو کښې راګېر شوم. زما د ختمولو منصوبې دشمن جوړې کړې.
تاسو د ميو ډک جامونه څښئ او اعلىٰ عطر لګوئ، خو تاسو د خپل مُلک په تباهۍ څۀ خفګان نۀ کوئ.