21 فِرعون، ساقى بيا په خپل وړومبى ځائ کښېنولو او ساقى پيالۍ فِرعون له په لاس کښې ورکړه،
په دې درېو ورځو کښې به فِرعون تا آزاد کړى او په خپل ځائ به دې کښېنوى. تۀ به هغۀ له پيالۍ ورکړې او د مخکښې په شان به د هغۀ ساقى يې.
فِرعون دې دواړو آفسرانو ته سخت غصه شو
چې څنګه هغۀ فرمائيلى وُو هم هغه شان وشول. تا زۀ بيا په خپل ځائ کښېنولم، خو نانبائى دې راځوړند کړو.“
مالِکه خُدايه، اوس زما سوال واوره او د خپلو نورو ټولو خِدمتګارانو دُعاګانې واوره چې چا ته ستا د نوم په درناوى کولو کښې خوشحالى ملاويږى. او ما له کاميابى راکړه او داسې بادشاه نن په ما مِهربانه کړه. د هغۀ په زړۀ کښې دا خبره واچوه چې په ما رحم وکړى.“ په هغه وخت کښې زۀ د بادشاه ساقى وم.
د ارتخششتا بادشاه د بادشاهۍ په شلم کال د نيسان په مياشت کښې په کوم وخت چې بادشاه له مے راغلل، نو ما مے واخستل او بادشاه له مې ورکړل. زۀ د هغۀ په حضور کښې د دې نه مخکښې هيڅکله نۀ وم خفه شوے،
ترڅو چې د هغۀ پېشګوئې پوره شوې نۀ وه، د مالِک خُدائ کلام د هغۀ د زړۀ د رښتينوالى آزمېښت وکړو.