Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 40:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 په درېمه ورځ دا د فِرعون د پېدايښت ورځ وه، هغۀ خپلو ټولو درباريانو له يوه لويه روټۍ وکړه، هغۀ خپل ساقى او مشر نانبائى رابهر کړل او د خپلو درباريانو په مخکښې يې حاضر کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 40:20
14 Iomraidhean Croise  

چې ماشوم غټېدو او په خپله د روټۍ د خوړلو شو، نو په هغه ورځ اِبراهيم يو لوئ خېرات وکړو.


په دې درېو ورځو کښې به فِرعون تا آزاد کړى او په خپل ځائ به دې کښېنوى. تۀ به هغۀ له پيالۍ ورکړې او د مخکښې په شان به د هغۀ ساقى يې.


په درېو ورځو کښې به فِرعون ستا نه سر قلم کړى. بيا به تا په يوه ونه کښې راځوړند کړى او مارغان به ستا غوښه وخورى.“


سليمان راويښ شو او پته ورته ولګېده چې خُدائ پاک ورسره په خوب کښې خبرې وکړې. بيا هغه يروشلم ته لاړو او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې ودرېدو او مالِک خُدائ ته يې سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. او د خپلو درباريانو دپاره يې يوه لويه مېلمستيا وکړه.


په کوم کال چې اويل‌مرودک د بابل بادشاه شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه په يهوياکين باندې رحم وکړو او هغه يې د قېدخانې نه آزاد کړو. دا د يهوياکين د قېدى بوتلے کېدو په اووۀ دېرشم کال د دولسمې مياشتې په اوويشتمه ورځ باندې وشول.


د هغۀ د بادشاهۍ په درېم کال هغۀ خپلو ټولو آفسرانو او وزيرانو له يوه لويه مېلمستيا وکړه. د فارس او د مادى فوجى آفسران هم موجود وُو او داسې د صُوبو حکمرانان او عزتمند سړى هم موجود وُو.


د هغې نه پس ايُوب خبرې شروع کړې او چې په کومه ورځ باندې هغه پېدا شوے وو په هغې يې لعنت ووئيلو.


ترڅو چې د هغۀ پېشګوئې پوره شوې نۀ وه، د مالِک خُدائ کلام د هغۀ د زړۀ د رښتينوالى آزمېښت وکړو.


د جلاوطنۍ په اووۀ دېرشم کال يهوياکين د يهوداه بادشاه په کوم کال چې اويل‌مرودک د بابل بادشاه شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه په يهوياکين رحم وکړو او هغه يې د قېدخانې نه د دولسمې مياشتې په پينځويشتمه ورځ آزاد کړو.


خو د هيروديس د سالګرې په ورځ د هيرودياس لور د مېلمنو په وړاندې داسې وګډېدله او هيروديس دومره زيات خوشحاله شو


ډېره موده پس د هغوئ مالِک واپس راغلو او د هغوئ نه يې حساب وغوښتو.


خو آخر هيرودياس ته دا موقع مِلاو شوه کله چې هيروديس په خپله سالګره کښې خپلو اميرانو، فوجى آفسرانو او د ګليل لويو خلقو ته مېلمستيا کړې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan