17 د ټولو سر ته ټوکرۍ کښې د فِرعون دپاره هر قِسم روټۍ وې او مارغانو دا خوړلې.“
چې کله مشر نانبائى پوهه شو چې د ساقى د خوب تعبير ښۀ وو، هغۀ هم يوسف ته ووئيل، ”ما هم خوب ليدلے دے، ما په سر د روټۍ درې ټوکرۍ روانې کړې وې.
يوسف جواب ورکړو، ”د دې تعبير دا دے. هغه درې ټوکرۍ درې ورځې دى.
د آشر زمکه به ډېر ښۀ خوراک پېدا کړى. هغه به د بادشاهانو دپاره ښۀ مزېدار خوراک تيار کړى.
دا د منسى هغه فوجيان دى چې کله داؤد واپس صِقلاج له راتلو نو هغوئ د هغۀ په طرف شول: عدنه، يوزبد، يديعيل، ميکائيل، يوزبد، اليهُو او ضلتى. په منسى کښې د هغوئ هر يو د زرو زرو سړو فوجى قبيلې وې.