Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 40:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 ځکه چې زۀ د عبرانيانو د مُلک نه راتښتولے شوے وم او ما دلته په مِصر کښې داسې هيڅ کار نۀ دے کړے چې په دې قېدخانه کښې بندى شم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 40:15
19 Iomraidhean Croise  

خو يو سړے وتښتېدو او ابرام، عبرانى ته يې دا هر څۀ ووئيل، چې هغه د ممرې، امورى پاکو ونو ته نزدې اوسېدو، ممرې او د هغۀ خپلوانو اسکال او عانير هم د ابرام په جنګ کښې ملګرتيا کوله.


نو يوسف يې ونيولو او په هغه قېدخانه کښې يې بند کړو چرته به چې د بادشاه قېديان قېد کولے شول او هغه هلته په قېدخانه کښې وو.


چې کله مشر نانبائى پوهه شو چې د ساقى د خوب تعبير ښۀ وو، هغۀ هم يوسف ته ووئيل، ”ما هم خوب ليدلے دے، ما په سر د روټۍ درې ټوکرۍ روانې کړې وې.


يو ځوان عبرانے هلته مونږ سره وو چې هغه د څوکيدارانو د مشر خِدمتګار وو. مونږ هغۀ ته خپل خوبونه ووئيل او هغۀ مونږ ته د دې تعبيرونه وښودل.


د هغۀ پښې يې په بيړو خوږ کړې، د اوسپنو زنځير يې په غاړه ورته واچولو.


ځکه چې بدعملو او دوکه بازو زما خلاف خپله خولۀ خلاصه کړې ده، او دوئ زما په حقله دروغ وائى.


کۀ څوک يو کس اغوا کړى او بيا يې خرڅ کړى يا يې د ځان سره وساتى، نو هغه اغواکار به خامخا وژلے شى.


زما خُدائ پاک خپله فرښته راولېږله او هغې د زمرو خولې بندې کړې. هغوئ ما ته هيڅ قسمه نقصان نۀ دے رارسولے، ځکه چې زۀ هغۀ ته بې‌ګناه ثابت شوم. بادشاه سلامت، نۀ ما ستا خلاف څۀ جرم کړے دے.“


خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما تاسو ته د پلار له طرفه ډېر نېک کارونه وښودل. نو تاسو ما د کوم کار په وجه سنګساروئ؟“


هم د هغوئ په شريعت کښې دا ليکلى دى چې، ”هغوئ ما نه بې‌سببه نفرت وکړو.“


کۀ يو سړے د خپل اِسرائيلى په تښتولو پورې ونيولے شى او خپل غلام يې کړى يا د غلام په توګه يې خرڅ کړى نو هغه سړے دې ووژلے شى. نو داسې به تاسو د دې بدکارۍ نه خپل قوم خلاص کړئ.


د حرامکارانو او د بچه بازانو، د اغوا کارو، د دروغژنو او د دروغو قَسم خوړونکو او د دې نه علاوه د رښتينى تعليم د مخالفينو دپاره دے.


وګوره زما پلاره، د خپلې چُوغې ټُکړه وګوره چې زما په لاس کښې ده. ما تۀ وژلے شوې، خو صِرف ما دا ټُکړه پرې کړه. په کار دى چې تۀ دا ومنې چې ما ستا خِلاف د بغاوت يا تا ته د نقصان رسولو خيال هم نۀ دے کړے. او تۀ ما د وژلو دپاره نيسې، اګر چې ما درسره هيڅ بد نۀ دى کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan