14 خو چې کله ستا دپاره هر څۀ سم شى نو ما مۀ هېروه او په ما ډېره مِهربانى وکړه فِرعون ته زما ذِکر وکړه او د دې قېدخانې نه خلاصېدلو کښې زما مدد وکړه.
په دې درېو ورځو کښې به فِرعون تا آزاد کړى او په خپل ځائ به دې کښېنوى. تۀ به هغۀ له پيالۍ ورکړې او د مخکښې په شان به د هغۀ ساقى يې.
بيا ساقى فِرعون ته ووئيل، ”صاحِبه، نن زۀ دا خبره څرګندوم چې زما نه غلطى شوې ده.
يوه ورځ داؤد تپوس وکړو، ”د ساؤل د خاندان څوک پاتې دى؟ کۀ څوک وى نو د يونتن د خاطره به زۀ پرې مهربان شم.“
خو د جِلعاد د برزلى زامنو ته خپله مِهربانى وښايه او د هغوئ خيال وساته، ځکه چې زۀ کله ستا ورور ابىسلوم نه تښتېدم نو هغوئ په ما مهربانه وُو.
او هغۀ ورته ووئيل، ”اے عيسىٰ، کله چې تۀ خپلې بادشاهۍ ته ورسيږى نو ما هم ياد ساته.“
آيا تۀ غلام وې کله چې راوبللے شوې؟ نو په دې مۀ پرېشانه کېږه، خو کۀ تا ته د آزادېدو موقع مِلاو شى نو هغه اختيار کړه.
نو اوس بيا په مالِک خُدائ قسم وکړئ چې تاسو به زما خاندان سره داسې ښۀ سلوک کوئ لکه څنګه چې ما تاسو سره کړے دے. او ما سره څۀ ضمانت کېږدئ چې زۀ په تاسو باور وکړم.
نو صاحِبه، تۀ به پښېمانه نۀ يې او نۀ به په زړۀ کښې خفه يې، چې بغېر د څۀ وجې نه دې خلق وژلى وى يا دې خپله بدله اخستې وى. او کله چې مالِک خُدائ برکت درکړى، نو مِهربانى وکړه چې خپله خِدمت کوونکې هېره نۀ کړې.“