10 د دې درې څانګې وې. چې څنګه د دې نه پاڼې راووتلې، غوټۍ راڅرګندې شوې او انګور پاخۀ شول.
ما د فِرعون پيالۍ په لاس کښې نيولې وه، نو ما انګور راواخستل او دا مې په پيالۍ کښې نچوړ کړل او هغۀ له مې ورکړل.“
نو ساقى ووئيل، ”زما په خوب کښې زما په مخکښې د انګورو بوټے وو،
زۀ د غوزانو باغ ته لاړمه او وادۍ ته د ګلونو د غوټو سيل ته لاړمه، د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينمه او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه
په ورپسې ورځ، کله چې موسىٰ خېمې ته دننه لاړو، نو هغۀ د هارون امسا وليده چې د ليوى قبيلې دپاره وه، هغه زرغونه شوې وه، دې غوټۍ او ګلونه کړى وُو او پاخۀ بادام يې نيولى وُو.
خو چې هيروديس د عيسىٰ په حقله واورېدل نو وې وئيل چې، ”هغه يحيىٰ چې ما يې سر پرې کړے وو بيا راژوندے شوے دے.“