9 مالِک خُدائ د قائِن نه تپوس وکړو، ”ستا ورور هابيل چرته دے؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته، ولې د ورور خيال ساتل زما کار دے څۀ؟“
يهوداه خپلو وروڼو ته ووئيل، ”زمونږ د ورور وژل او د هغۀ مرګ پټول به مونږ له څۀ فائده راکړى؟
هغوئ هغه چُوغه خپل پلار له يوړه او وې وئيل، ”مونږ دا وموندله. دا وګوره چې دا ستا د زوئ ده او کۀ نۀ ده؟“
بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”دا تا څۀ وکړل، ستا د ورور وينه ما ته د زمکې نه فرياد کوى لکه چې بدل اخستل غواړى.
هغه به قاتلانو نه بدل اخلى، د مظلومانو نه بېخبره نۀ دے او نۀ د دړدمندانو د فرياد نه بېخبره دے.
رحم په ما وکړه، اے مالِکه خُدايه، ګوره دشمنانو ډېر تنګ کړے يم، ما د مرګ د خولې نه را آزاد کړه.
هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.
خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے.