پېدايښت 4:7 - Pakistani Yousafzai Pashto7 کۀ تا ښۀ کړى وے، نو تۀ به مسکے وې، خو تا بد کړى دى، نو ګناه په تا حمله کولو ته تياره ده. دا په تا حُکم چلول غواړى، خو تۀ پرې خامخا غالِب شه.“ Faic an caibideil |
نو په دې وجه اوس اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان بوځه او زما خِدمت کوونکى ايُوب له ورشه او د خپل ځان دپاره دا د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړه، نو زما خِدمت کوونکے ايُوب به ستا دپاره دُعا وکړى، ځکه چې زۀ به د هغۀ دُعا قبلوم او ستاسو د کم عقلتوب په مطابق کار به درسره نۀ کوم، ځکه چې تاسو زما هغه خبره نۀ ده کړې چې کومه صحيح ده، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى ايُوب کړې ده.“