3 څۀ موده پس، قائِن د خپل فصل څۀ حِصه راوړه او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې پېش کړه.
وروستو يې بيا يو بل زوئ، هابيل وشو. هابيل شپون شو، خو قائِن زميدار وو.
بيا هابيل د خپلو ګډو وړومبے ګډُورے راوستو او حلال يې کړو او د ټولو نه ښۀ اندامونه يې د مالِک خُدائ په حضور کښې پېش کړل. مالِک خُدائ د هابيل نه رضا شو او د هغۀ قربانى يې خوښه شوه،
خو څۀ موده وروستو، په مُلک کښې د اوچ کالۍ په وجه هغه وَله اوچه شوه.
کله چې داسې کېدل، نو زۀ په يروشلم کښې نۀ وم، ځکه چې د بابل بادشاه ارتخششتا د بادشاهۍ په دوه دېرشم کال زۀ هغۀ له واپس ورغلے وم چې خبر ورورسوم. څۀ وخت وروستو ما ته د هغۀ نه اجازت مِلاو شو چې واپس يروشلم ته تلے شى.
زۀ د وړومبى پېداوار بِهترينه حِصه تاسو له درکوم کومه چې اِسرائيليان ما ته هر کال پېش کوى لکه د زيتُونو تېل، مے او غله دانه.
په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.