23 لمک خپلو ښځو ته ووئيل، ”عدې او ضِلې، زما خبره واورئ، ما يو زلمے وژلے دے ځکه چې هغۀ زۀ وهلے وم.
د ضِله نه توبلقائِن پېدا شو، چې هغۀ به د پيتلو او اوسپنې نه هر قِسم آوزار جوړول. د توبلقائِن خور نعمه وه.
اے مالِکه خُدايه، بدله اخستونکى، پاکه خُدايه، بدله اخستونکى پاکه خُدايه خپل جلال دې وځلوه.
قتل مۀ کوئ.
د هيچا نه بدل مۀ اخلئ يا د چا سره په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. زۀ مالِک خُدائ يم.
او بلعام دا پېغام ورکړو، ”د صفور زويه بلقه پاڅه، او چې زۀ درته څۀ وايم هغه واوره.
مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم. نو هغه وخت به راشى چې هغوئ به راوغورزيږى، او د هغوئ د تباهۍ ورځ نزدې ده.
کله چې يوتام د دې نه خبر شو، نو هغه لاړو او د ګِرزيم د غرۀ په سر ودرېدو او هغوئ ته يې چغې ووهلې، ”اے د شِکم خلقو، تاسو زما خبره واورئ تاسو زما خبره واورئ تر دې چې خُدائ پاک ستاسو خبره واورى.