Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 4:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 د ضِله نه توبل‌قائِن پېدا شو، چې هغۀ به د پيتلو او اوسپنې نه هر قِسم آوزار جوړول. د توبل‌قائِن خور نعمه وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 4:22
7 Iomraidhean Croise  

د هغۀ ورور يوبل وو، هغه د هغو ټولو موسيقارانو پلار وو چې رباب او شپېلۍ غږوى.


لمک خپلو ښځو ته ووئيل، ”عدې او ضِلې، زما خبره واورئ، ما يو زلمے وژلے دے ځکه چې هغۀ زۀ وهلے وم.


نو ما له يو سړے راولېږه چې په نقش نګارۍ کښې، د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې په کار کښې او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ کپړه جوړولو کښې ماهِر وى. هغه به د يهوداه او يروشلم کاريګرو سره کار کوى کوم چې زما پلار داؤد خوښ کړى دى.


دا هغه نذرانې دى چې کومې به ترې نه تۀ اخلې، سرۀ زر، سپين زر او زېړ،


کوم څيز چې نۀ سوزيږى، لکه سرۀ زر، سپين زر، زېړ، اوسپنه، قلائى، يا سيکه، نو د پاکوالى دپاره به د اور نه تېرولے شى. نور ټول څيزونه به د پاکوالى د اوبو په ذريعه پاکولے شى.


د هغۀ د ښارونو دې د اوسپنې په دروازو سره حِفاظت وشى، او هغه دې همېشه په امن کښې ژوند تېروى.


هلته به هيڅکله اوږى نۀ شئ او نۀ به محتاج شئ. د هغې په تيږو کښې اوسپنه شته دے او د هغې غرونو نه تاسو تانبه راويستلے شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan