20 د عده نه يابل پېدا شو، چې د هغه خلقو پلار وو چې څاروى ساتى او په خېمو کښې اوسيږى.
هلکان لوئ شول او عِيسو يو تکړه ښکارى شو او د هغۀ بهر ګرځېدل خوښ وُو، خو يعقوب غلے سړے وو چې د کور نه به نۀ وتلو.
د لمک دوه ښځې يوه عده او بله ضِله وه.
وروستو يې بيا يو بل زوئ، هابيل وشو. هابيل شپون شو، خو قائِن زميدار وو.
د هغۀ ورور يوبل وو، هغه د هغو ټولو موسيقارانو پلار وو چې رباب او شپېلۍ غږوى.
خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے.
او د ايمان په وسيله په هغه مُلک کښې د مسافرو په شان دېره شو د کوم چې ورسره لوظ شوے وو، او سره د اِسحاق او يعقوب چې هغوئ هم په هغه لوظ وارثان وُو، په خېمو کښې اوسېدل.