2 وروستو يې بيا يو بل زوئ، هابيل وشو. هابيل شپون شو، خو قائِن زميدار وو.
نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه د عدن باغ نه وشړلو او د هغه زمکې کَرلو رېبلو ته يې ولېږلو چې د کومې د خاورې نه جوړ وو.
يعقوب يوسف ته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ شِکم ته لاړ شې، چرته چې ستا وروڼه رمه څروى.“ يوسف ورته ووئيل، ”زۀ تيار يم.“
بيا آدم د حوا سره څملاستو، نو هغه اُميدواره شوه. او يو زوئ يې وشو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زما مدد وکړو او زما زوئ وشو.“ نو هغې پرې قائِن نوم کېښودو.
څۀ موده پس، قائِن د خپل فصل څۀ حِصه راوړه او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې پېش کړه.
فِرعون د هغوئ نه تپوس وکړو، ”ستاسو کسب څۀ دے؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ شپانۀ يُو، لکه څنګه چې زمونږ پلار نيکۀ وُو.“
نوح زميدار وو، هغه وړومبے کس وو چې د انګورو باغ يې وکَرلو.
د مالِک خُدائ د طرف نه زامن ميراث دے، ماشومان د هغۀ د خوا نه اجر دے.
د موسىٰ سخر يترو د ميديان اِمام وو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د هغۀ ګډې او چېلۍ څرولې، هغۀ رمه د بيابان نه واړوله او د خُدائ پاک غر سينا ته راغلو.
خو مالِک خُدائ زۀ د شپونتوب نه راروان کړم او حُکم يې راکړو چې، لاړ شه او زما خلقو اِسرائيل ته پېشګوئې وکړه.
نو دغه شان به د دُنيا د شروع نه تر اوسه پورې د دې موجوده پيړۍ نه د ټولو نبيانو د تويو شوو وينو تپوس وکړے شى،
د هابيل د وينې نه د زکرياه تر وينې پورې، څوک چې د خُدائ د کور او قربانګاه په مينځ کښې وژلے شوے وو. زۀ تاسو ته دا وايم، چې دې پيړۍ ته به د دې ټولو د وينو تويولو سزا ملاويږى.
خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے.
هم دغه د خُدائ پاک د بچو او د اِبليس په بچو کښې فرق دے، څوک چې په صداقت عمل نۀ کوى هغه د خُدائ پاک نه نۀ دے، او نۀ هغه څوک چې د خپل ورور سره مينه نۀ کوى.
مونږ دې د قائِن په شان جوړ نۀ شو څوک چې د شرير نه وو او خپل ورور يې قتل کړو. او هغۀ هغه ولې قتل کړو؟ ځکه چې د هغۀ خپل عمل بد وُو او د هغۀ د ورور عمل د صداقت وُو.
هر څوک چې د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى، قاتل دے، او تاسو ته پته ده چې قاتلانو کښې د تل ژوندون نۀ وى.