17 قائِن د خپلې ښځې سره څملاستو او يو زوئ يې وشو او حنوک نوم يې پرې کېښودو. بيا قائِن يو ښار جوړ کړو او په دې ښار يې هم ”حنوک“ نوم کېښودو.
نو دوئ ووئيل، ”راځئ چې اوس يو ښار او دومره لوئ برج جوړ کړُو چې آسمان ته ورسيږى، نو مونږ به مشهور شُو او په ټوله دُنيا کښې به خوارۀ وارۀ هم نۀ شُو.“
نو قائِن د مالِک خُدائ د حضور نه لرې لاړو او د عدن نمرخاتۀ طرف ته په يوه علاقه کښې اوسېدو چې نوم يې ”مسافر“ وو.
د حنوک نه عيراد پېدا شو، هغه د محويااېل پلار وو، او د محويااېل زوئ متوسااېل پېدا شو، چې هغه د لمک پلار وو.
چې کله يارد د يو سل دوه شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ حنوک وشو،
د دې نه پس، حنوک درې سوه کاله د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.
ابىسلوم په خپل ژوند کښې د خپل ځان دپاره په شاهى وادۍ کښې يو يادګار جوړ کړے وو، ځکه چې د هغۀ زامن نۀ وُو چې د هغۀ نوم ژوندے پاتې شى. نو په دې باندې يې خپل نوم کېښودو او تر نن ورځې پورې دا د ابىسلوم په يادګار مشهور دے.
قبر د هغوئ ابدى کور دے، چرته چې به هغوئ د تل دپاره وى، کۀ څۀ هم چې هغوئ جائيدادونه په خپل نوم خېژولى دى.
خو انسانان د خپل دولت په وجه ژوندى پاتې کېدے نۀ شى، او هغوئ به لکه د ځناور په شان مړۀ شى.
هغۀ ووئيل چې، ”ولې دا هغه لوئ د بابل ښار نۀ دے کوم چې د بادشاهانو د اوسېدو دپاره ما په خپل زور طاقت سره د خپل جلال او شان شوکت د څرګندېدو دپاره آباد کړے دے؟“