16 نو قائِن د مالِک خُدائ د حضور نه لرې لاړو او د عدن نمرخاتۀ طرف ته په يوه علاقه کښې اوسېدو چې نوم يې ”مسافر“ وو.
د ماښامى په نرۍ نرۍ هوا کښې دوئ د مالِک خُدائ، خُدائ پاک د راتلو آواز واورېدو، نو دوئ په ونو کښې پټ شول.
تۀ ما د زمکې نه وباسې او زۀ به ستا د مخ نه پناه شم، زۀ به بېکوره يم او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځم، کۀ څوک مې وګورى نو ما به ووژنى.“
قائِن د خپلې ښځې سره څملاستو او يو زوئ يې وشو او حنوک نوم يې پرې کېښودو. بيا قائِن يو ښار جوړ کړو او په دې ښار يې هم ”حنوک“ نوم کېښودو.
خو مالِک خُدائ په هغوئ مهربان او رحم کوونکے وو. او هغوئ يې دې ته نۀ پرېښودل چې تباه شى، خو د هغه لوظ په وجه يې د هغوئ مدد کولو، چې کوم يې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړے وو. هغۀ هيڅکله خپل خلق نۀ هېرول.
نو مالِک خُدائ د يروشلم او د يهوداه خلقو ته دومره غصه شو چې په آخر کښې يې هغوئ د خپل حضور نه لرې کړل. صدقياه د بابل بادشاه خِلاف بغاوت وکړو.
نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده د هغۀ سره چې هر څۀ دى هغه ستا په اختيار کښې دى، خو چې هغه تباه نۀ کړې.“ نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو.
نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو او په ايُوب باندې يې د سر نه تر پښو پورې خرابې دانې راوخېژولې.
هغوئ به سيندونه ونۀ ګورى، هغه نِهرونه چې شات او پئ په کښې بهيږى.
خو څوک چې ستا پناه واخلى هغوئ دې خوشحالى کوى، وائى سندرې تل تر تله بېغمۍ سره وى دې ستا امان کښې ستا امان دې وى هغوئ باندې هغوئ دې خوشحال وى چې ستا نوم سره مينه ساتى.
لکه څنګه چې لوګے د هوا په وړاندې زغلى، دغه شان تاسو دوئ د خپل ځان نه وزغلوئ. لکه څنګه چې موم د اور په مخکښې ويلې کيږى، دغه شان دې بدکاره خلق د خُدائ پاک په وړاندې تباه کيږى.
چې کله خلقو د تندرونو او د بيګل آواز واورېدو او برېښناګانې او د غرۀ لوګى يې وليدل، هغوئ د يرې نه ولړزېدل او لرې ودرېدل.
نو په دې وجه به زۀ تاسو په يقين سره هېر کړم او سره د هغه ښاره کوم چې ما تاسو او ستاسو پلار نيکۀ له ورکړو د خپل حضور نه لرې وشړم.
دا هر څۀ د يروشلم او يهوداه سره د مالِک خُدائ د قهر په وجه وشول، او په آخر کښې هغۀ هغوئ د خپل حضور نه وشړل. خو اوس صدقياه د بابل بادشاه خلاف سرکشى وکړه.
خو يُونس د مالِک خُدائ نه وتښتېدو او ترسيس ته روان شو. هغه يافا ښار ته ورسېدو، هلته هغۀ وکتل چې يو سمندرى جهاز ترسيس ته تلو والا دے. هغۀ کرايه ورکړه او سمندرى جهاز ته وختو او ترسيس ته روان شو چې د مالِک خُدائ نه وتښتى.
نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“
نو بيا به تاسو داسې وايئ چې، مونږ خو تا سره يو ځائ خوړل څښل کړى دى او تا زمونږ په کوڅو کښې تعليم ورکولو.
هغه په خپله هغه دُنيا ته راغلو کومه چې هغۀ پېدا کړې وه خو دُنيا هغه ونۀ پېژندلو.
خُدائ پاک هر څيز د هغۀ په وسيله پېدا کړل، يو پېدا شوے څيز هم بغېر د هغۀ نه پېدا نۀ شو.
ځکه چې د هغه مُلکونو خلقو په خپله د هغه هرکلى په حقله بيان وکړو، کوم چې ستاسو په مينځ کښې زمونږ وشو، او چې تاسو څنګه د بُتانو نه د ژوندى او حقيقى خُدائ پاک خِدمت کولو ته راواوړېدئ،