13 نو قائِن مالِک خُدائ ته ووئيل، ”دا سزا زما د برداشت نه بهر ده.
کله چې تۀ يوې کوې، نو زمکه به هيڅ پېداوار نۀ درکوى، تۀ به بېکوره يې او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځې.“
تۀ ما د زمکې نه وباسې او زۀ به ستا د مخ نه پناه شم، زۀ به بېکوره يم او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځم، کۀ څوک مې وګورى نو ما به ووژنى.“
هغوئ تيارۀ ته د تلو همت نۀ شى کولے، د هغوئ ژوند هر وخت په خطره کښې وى.
تۀ به د خپلې عياشۍ او حرام کارونو سزا وزغمې، مالِک خُدائ فرمائى.“
او هغوئ د خپل درد او د ناسور په وجه آسمانى خُدائ پاک ته کُفر ووې، او څۀ بد کارونه چې هغوئ کړى وُو، د هغې نه يې توبه ونۀ کړله.
او په بنى آدمو له آسمان نه تقريباً پنځوس کلو وزن برابر ږلۍ وورېدله او هغوئ د ږلۍ په افت خُدائ پاک ته کُفر ووئيلو ځکه چې هغه افت ډېر سخت وو.
او هغوئ بد بد وسوزېدل خو هغوئ د خُدائ پاک په نوم کُفر ووئيلو، چا سره چې د دې افتونو د نازلولو اختيار دے، خو هغوئ د توبه ويستلو نه اِنکارى شول او نۀ يې د هغۀ ثنا ووئيله.