11 په تا دې لعنت وى. او د زمکې کَرل رېبل دې په تا نور بند وى ځکه چې تا خپل ورور ووژلو او د هغۀ وينه دې په زمکه باندې توئ کړه.
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک مار ته وفرمائيل، ”د دې کار په وجه به ستا دا سزا وى، په ټولو ځناورو کښې به صِرف تۀ لعنتى شې. د اوس نه به په خېټه تلل کوې او چې ترڅو ژوندے يې خاورې به خورې.
تۀ ما د زمکې نه وباسې او زۀ به ستا د مخ نه پناه شم، زۀ به بېکوره يم او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځم، کۀ څوک مې وګورى نو ما به ووژنى.“
لمک ووئيل، ”دا ماشوم به مونږ له د مالِک خُدائ لعنتى کړے شوې زمکې د سختې خوارۍ نه آرام راکړى.“ نو د هغۀ نوم يې نوح کېښودو.
اے زمکې، زما وينه مۀ پټوه، او زما د اِنصاف فرياد دې څوک نۀ ختموى.
وګورئ، مالِک خُدائ په آسمان کښې د خپل اوسېدو ځائ نه راروان دے چې د زمکې خلقو له د هغوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. کومه وينه چې په زمکه باندې تويه شوې وه نو هغه به راښکاره کړے شى او چې څوک وژلى شوى وى نو زمکه به يې نۀ پټوى.
ځکه څوک چې د شريعت په عملونو بهروسه کوى، هغوئ لعنتيان دى، لکه چې په صحيفو کښې فرمائى چې، ”هر هغه څوک چې د شريعت په کِتاب کښې په ليکلے شوو ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغوئ ټول لعنتيان دى.“
خو زمکې د ښځې مدد وکړو، او د اژدها د خولې هغه سېلاب يې تېر کړو.