8 هغۀ اِنکار وکړو او ورته يې ووئيل، ”ګوره، زما نېک په خپله په دې کور کښې د يو څيز فکر هم نۀ کوى، ځکه چې زۀ دلته يم. هغۀ زۀ په خپل هر څيز مشر جوړ کړے يم.
د قېدخانې آفسر د هغه يو څيز فکر هم نۀ کولو چې يوسف له يې کومه ذمه وارى ورکړې وه، ځکه چې مالِک خُدائ د يوسف مل وو او هغه يې په هر کار کښې کامياب کولو.
نو فوطيفار د هغۀ نه خوشحال وو او هغه يې خپل ذاتى خِدمتګار او د خپل کور مشر يې جوړ کړو او خپل هر څۀ يې هغۀ ته وسپارل.
زما زويه، کله چې ګناهګاران ستا د بېلارې کولو کوشش کوى، نو د هغوئ نه ځان ساته.
ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى.
نو تۀ به عقلمند شې او ستا عِلم او پوهه به ستا روح ته خوشحالى ورکړى.
د زناکارې ښځې خولۀ د ژورې کندې په شان ده، چا ته چې مالِک خُدائ په قهر شوے وى هغه به په کښې ورغورزيږى.
نو دا کس هم د هغه چا په شان دے څوک چې د بل چا د ښځې سره څملى، څوک هم چې د هغې سره زنا کوى نو د سزا نه به خلاص نۀ شى.
دوئ به تا د زناکارې ښځې سره د تعلق نه وساتى، او هم به دې دوئ د زناکارې ښځې د دوکه کوونکو خبرو نه وساتى.