هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ ته صفا پته ولګېده چې مالِک خُدائ ستا مل دے او زمونږ خيال دا دے چې زمونږ په مينځ کښې يو پوخ لوظ په کار دے. مونږ تا سره لوظ کول غواړُو
ځکه چې تا زما د راتلو نه مخکښې لږ څۀ لرل او اوس ډېر زيات شول او چې ما چرته هم ستا رَمې بوتلى دى مالِک خُدائ تا له برکت درکړے دے. اوس هغه وخت راغلے دے چې زۀ د خپل خاندان خيال وساتم.“
کۀ تۀ هغه ټول قانون ومنې کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ له د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړے وو، نو تۀ به کامياب يې. تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه او چې د هيڅ نه هم ونۀ يرېږې.
ما جواب ورکړو، ”د آسمان خُدائ پاک به مونږ له کاميابى راکړى. مونږ د هغۀ خِدمت کوونکى يُو او مونږ کار شروع کوُو. خو تاسو په يروشلم کښې د جائيداد لرلو هيڅ حق نۀ لرئ، او نۀ حِصه لرئ.“
دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بېحوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“