17 بيا هغې هغۀ ته هم هغه شان قيصه تېره کړه، ”تا چې کوم عبرانے نوکر دلته راوستلے دے هغه زما کوټې ته راننوتو او لاس يې راواچولو.
هغې د کور خِدمتګاران راوغوښتل او وې وئيل، ”دا وګورئ، زما خاوند چې کور ته کوم عبرانے راوستے دے هغه مونږ شرموى. هغه زما کوټې ته راننوتو او ما ته يې د لاس راچولو کوشش وکړو، خو ما په زوره زوره چغې ووهلې.
هغې دا قميص د يوسف د نېک کور ته راتلو پورې وساتلو.
خو چې کله ما چغې ووهلې، هغۀ بهر منډه کړه او خپل قميص يې زما سره پرېښودو.“
کله چې اخىاب هغه وليدو، نو اخىاب ورته ووئيل، ”د اِسرائيل د مُلک شريره، دا په رښتيا تۀ يې.“
راکاږى ليندې، خپله تُوره راوباسى بدکاران، ترڅو چې پرې مړۀ کړى غريبان او مظلومان، او چې مړۀ کړى هغوئ څوک دى صادقان.
زما دشمنان ما يره وى، او ښکاره دهمکيانې راکوى، او په خپل قهر کښې دوئ زما نه نفرت کوى.
د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.
د دروغو خبر مۀ خوروئ او د دروغو ګواهۍ په ذريعه د يو مجرم کس مدد مۀ کوئ.
رښتينې خبرې د تل دپاره قائمې وى، خو د دروغو مزے لنډ وى.
دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به بچ پاتې نۀ شى.
دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به تباه شى.
د بل چا په حقله دروغ وئيل د هغۀ نه نفرت کول دى، او د خوشامندۍ خبرې تباهى راولى.
په دې وينا مشر اِمام خپله چُوغه وشلوله او وې وئيل چې، ”دے خو کُفر وائى. د دې ګستاخۍ نه پس هم د نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟ تاسو په خپله دا کُفر واورېدو.